د حسيني تاسوعا او عاشورا په درشل کې، د طالبانو ځواکونو د تمدن ټلویزیون پر مرکزي دفتر یرغل کړی دی. دغه شبکې خبرداری ورکړی چې د خپرونو لړۍ یې هره شېبه د بندېدو له ګواښ سره مخ ده.
دغه اقدام د افغانستان د متدینو او عزادارو وګړو ترمنځ د اندېښنې او غصې څپه راپورته کړې او یو شمېر شنونکي یې د خپلواکو رسنیو پر وړاندې د طالبانو د سیستماتیک فشارونو دوام بولي.
تمدن ټلویزیون له وګړو غوښتي چې د حالاتو بدلونونه له نږدې وڅاري او د بیان د ازادۍ په اړه هوښیار پاتې سي.




