افغانستان او پاکستان د نوې ډیلي د بریکس غونډې په اجنډا کې

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د نوې ډیلي په کوربتوب د بریکس په غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه وڅېړل سي.
افغانستان او پاکستان د نوې ډیلي د بریکس غونډې په اجنډا کې

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د نوې ډیلي په کوربتوب د بریکس په غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه وڅېړل سي.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې ګډون کوونکي مشران او چارواکي به د سیمه‌ییزو اړیکو او ننګونو تر څنګ د یو شمېر مهمو نړیوالو بدلونونو په اړه هم خبرې وکړي.

هندي رسنیو زیاته کړې چې د لوېدیځې اسیا وضعیت او همدارنګه د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د دې غونډې د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه دي.

تمه کېږي چې د بریکس غونډې ګډونوال به ، پر سیمې او نړۍ د دغو بدلونونو د امنیتي، سیاسي او اقتصادي اغېزو په اړه د نظرونو تبادله هم وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x