د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ په هرات ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي چې د طالبانو د «امر بالمعروف» مامورانو لږ تر لږه ۲۰ تنه د نړیوالو بنسټونو کارکوونکي او د ملګرو ملتونو همکاران د اسلامقلعه صفري سیمه ، د افغانستان او ایران په پوله کې، نیولي دي.
د سرچینو له مخې، د نیول سویو کسانو په منځ کې د کډوالۍ نړیوال سازمان پنځه کارکوونکي، د «ادا» روغتیايي مؤسسې څلور کارکوونکي، د روغتیا نړیوال سازمان یو شمېر همکاران، او همدارنګه د «رازي» د پراختیایي او ټولنیزې مؤسسې، د افغانستان د کلیو د بیارغونې ټولنې، او د نړیوال پیوستون دفتر کارکوونکي شامل دي.
دغه بنسټونه د افغانستان په پوله کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره بشري مرستې او خدمات وړاندې کوي.
تر دې دمه هېڅ یوه ذکر سوې ادارې په رسمي ډول د خپلو کارکوونکو د نیولو په اړه څرګندونې نه دي وړاندي کړې.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو مامورانو د دغو کسانو د نیولو پر مهال هغوی ته ویلي: «موږ غواړو تاسو مسلمانان کړو، ځکه تاسې د رښتینو مسلمانانو په څېر نه ښکاري.»
همدارنګه سیمهییزې سرچینې ادعا کوي چې یو کس د ملا صبغتالله په نوم، چې د طالبانو غړی بلل کېږي، مخکې هم څو ځله د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو کارکوونکي ځورولي او له سپکاوي سره یې مخ کړي دي.
د هغو سرچینو په وینا چې له رسنیو سره یې خبرې کړې دي، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم ځینې د ملګرو ملتونو کارکوونکي د ږیرې د لنډولو له امله نیول سوي وو، خو څو ساعته وروسته آزاد سوي وو. خو په وروستۍ پېښه کې نیول سوي کسان تر ۲۴ ساعتونو زیات په بند کې ساتل سوي دي.
د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې، د ملګرو ملتونو د ادارو کارځایونه ځانګړی مصونیت لري او حکومتي چارواکي نسي کولای بې له همغږۍ د دغو بنسټونو په رسمي چارو کې مداخله وکړي. د ملګرو ملتونو د امتیازاتو او مصونیتونو په کنوانسیون کې هم د دې سازمان د دفترونو، شتمنیو او اسنادو خوندیتوب تضمین سوی دی. افغانستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې د دغه کنوانسیون غړی دی.
حقوقي سرچینې وایي، د ملګرو ملتونو اړوند کارځایونو ته بې له اجازې ننوتل، د کارکوونکو تلاشي کول یا د هغوی نیول د رسمي فعالیتونو په چارو کې ښکاره مداخله بلل کېږي.
دا پېښه په داسې حال کې راپور سوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېرې اوونۍ په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه .
د امنیت شورا غړو په خپله وروستۍ غونډه کې ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه باید پرته له مداخلې خپل فعالیتونه په افغانستان کې ترسره کړي. هغوی همدارنګه د بشري مرستو په بهیر کې د نه مداخلې، په نړیوالو ادارو کې د ښځو د کار د زمینې برابرولو، او د افغانستان د بشري حقونو د ژمنو د رعایت غوښتنه کړې ده.




