له بدخشان څخه باوري سرچینې وايي چي په بدخشان کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ کړکېچونه په څرګند ډول زیات سوي او احتمال سته چي د دې ډلې د بېلابېلو ډلو ترمنځ داخلي پوځي نښته رامنځته سي. د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو مشر ، جمعه فاتح، چي د دې ډلې ناخوښه قوماندان او په زابل کې د طالبانو د والي مرستیال دی، «باغي» بللی او د هغه د ځپلو امر یې صادر کړی دی.
د «باغي» اصطلاح د طالبانو له لوري د مخالفانو او سرکښو کسانو لپاره کارول کېږي، او دې ډلې په تېرو کلونو کې هم خپل ځيني ناخوښه غړي د همدې نوم تر عنوان لاندې له واکه لیرې کړي یا ځپلي دي.
د طالبانو سرچینې وايي چي د جمعه فاتح او د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو، په ګډون د فصیحالدین فطرت، د طالبانو د پوځ د لوی قوماندان ، ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره څو پړاوه خبرې اترې بې پایلې پاتې سوي دي.
د دغو معلوماتو له مخې، جمعه فاتح اوس د طالبانو د لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د ملا هبتالله اخندزاده، له امرونو څخه سرغړونه کوي او د خپل واک لاندې ځواکونو او درنو وسلو په مټ د طالبانو مرکزي واکمني په «ولسي پاڅون» ګواښوي.
جمعه فاتح د بدخشان د دروازو سیمې د طالبانو له تاجک قوماندانانو څخه دی. هغه شاوخوا یوه لسیزه وړاندې له طالبانو سره یو ځای سوو او کلونه یې د پخواني حکومت پر ضد د دې ډلې په لیکو کې جګړه وکړه.
د کابل تر سقوط نږدي یو کال مخکې، فاتح په بدخشان کې د ستراتیژیکو سیمو په نیولو او د جهاد له دورې د پاتې سویو لویو وسلو د زېرمو په کنټرولولو سره په سیمه کې خپل پوځي نفوذ د درواز په سیمه کې ټینګ کړ.
د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، هغه د نس ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټاکل سوو او په تېرو څلورو کلونو کې یې په تدریجي ډول په دې سیمه کې خپل سیاسي، نظامي او اقتصادي نفوذ پراخ کړی دی. پلویان یې هغه ته «د دروازو فاتح» او «د دروازو عمومي امیر» وايي؛ هغه نومونه چي د سرچینو په وینا د طالبانو د مشرانو اندېښنې یې د هغه د خپلواک ځواک د زیاتېدو له امله لا زیاتې کړې دي.
د فاتح د نفوذ د کمولو په هڅه کې، د طالبانو رهبري شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې هغه د زابل د والي مرستیال وټاکه. خو هغه تر نږدې یوه نیمه میاشت ځنډ وروسته زابل ته ولاړ، خو لږ وخت وروسته له دغه ولایت څخه ووت او بېرته خپل پلرني ټاټوبي بدخشان ته ستون سوو. سرچینې وايي چي هغه اوس تر دوو میاشتو زیات وخت کېږي چي د خپلې دندې ځای ته نه دی ورغلی.
د باوري سرچینو په وینا، جمعه فاتح په زابل کې د خپل حضور پر مهال داسې معلومات ترلاسه کړي وو چي ځینې طالب حلقې د هغه د نیولو یا فزیکي له منځه وړلو په لټه کې دي. دغه سرچینې زیاتوي چي هغه د وژنې یا نیولو د اندېښنې له امله په پټه له زابل څخه ووته او د بدخشان د نس ولسوالۍ ته ستون سوو. له هغه وخت راهیسې، د سرچینو په وینا، فاتح د خپلو نظامي ځواکونو ترتیب پیاوړی کړی او خپل امنیتي تدابیر یې زیات کړي دي.




