طالبانو په پاکستان د دې ډلې د مخالفو ډلو د ملاتړ له امله نیوکه وکړه

د طالبانو اړوند د «المرصاد دری» رسنۍ د پاکستان د استخباراتو ادارې (آی‌اېس‌آی) تورنه کړې ده چې په بلوچستان ایالت کې د طالبانو د مخالفانو د بیا تنظیمولو هڅه کوي.
طالبانو په پاکستان د دې ډلې د مخالفو ډلو د ملاتړ له امله نیوکه وکړه

دې رسنۍ همدارنګه د طالبانو د چارواکو له قوله ادعا کړې ده چې دغې ډلې د جمعې په ورځ د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ځینې سیمې هدف ګرځولې دي او ټینګار یې کړی چې هغه کسان چې امنیت ګډوډوي، په هر ځای کې چې وي، مشروع هدف بلل کېږي.

المرصاد دري، د کوم مشخص فرد یا ډلې له یادونې پرته په غیر مستقیم ډول لیکلي چې وګړي د مونیخ د امنیتي کنفرانس وروسته د پاکستان د استخباراتو د چارواکو له “ تښتېدلو” سره له لیدنې خبر دي. د طالبانو اړوند رسنۍ معمولاً هغه د پخواني افغان حکومت چارواکي چې د کابل له سقوط وروسته له هېواده وتلي وي، “تښتېدلې” بولي.

دې رسنۍ همدارنګه ادعا کړې چې د پاکستان استخباراتي اداره د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د پخوانیو «اربکیو تښتېدلو کسانو» د بیا تنظیم او منظمولو په چارو بوخته ده، خو د دغو کسانو یا ډلو د هویت په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د «المرصاد» اشاره ښايي د روان کال د فبرورۍ میاشتې د مونیخ د امنیتي کنفرانس په لور وي؛ هغه غونډه چې د پاکستان د پوځ لوی قوماندان عاصم منیر هم پکښې ګډون کړی وو. د خپرو سویو راپورونو له مخې، هغه د دغه کنفرانس په څنډه کې له امریکایي او آلماني چارواکو سره د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړې وې، خو د افغانستان د پخواني حکومت له چارواکو سره د هغه د لیدنې په اړه کوم راپور نه دی خپور سوی.

د طالبانو نږدې رسنۍ په وروستیو میاشتو کې څو ځله پاکستان د طالبانو د مخالفو ډلو او د طالبانو پر ضد د شبکو په ملاتړ تورن کړی، خو تر اوسه یې د دغو ادعاوو د ثابتولو لپاره کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

په مقابل کې پاکستان هم طالبان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) او نورو پاکستان ضد وسله‌والو ډلو غړو ته پناه ورکوي، هغه ادعا چې طالبانو څو ځله رد کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x