د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، طالبان یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې هغه کسان چې د دوی په وینا د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي، په هر ځای کې به هدف وګرځوي.
مهاجر فراهی ، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال ، د جمعې په ورځ (د جوزا په ۲۹مه) په خپله ایکس پاڼه کې د وروستیو بریدونو ته په اشارې لیکلي چې د دوی په وینا فاسد عناصر او یاغیان چې هر ځای وي، د دې ډلې له نظره مشروع هدفونه ګڼل کېږي.
دغه څرګندونې له هغې وروسته سوې چې د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې یې د داعش پورې تړلي مرکزونه په نښه کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې افغانستان «له دې وروسته به هېڅ ډول هغه ګواښ ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد امنیت او ثبات ته متوجه وي» او هڅه به وکړي چې د امنیتي ګواښونو مخه په لومړنیو پړاوونو کې ونیسي او له منځه یې یوسي.
طالبانو تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې د پاکستان په خاوره کې یې د داعش پورې تړلي مرکزونه په نښه کړي دي، خو د پاکستان رسمي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.




