سپینې ماڼۍ د یوې ویډیو په خپرولو اعلان کړی چې ډونالډ ټرمپ ، د امریکا ولسمشر ، د ایران د اسلامي جمهوریت سره هوکړهلیک په رسمي ډول په پاریس کې لاسلیک کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ایکس پاڼې د چهارشنبې په شپه د سیمهییز وخت له مخې دا ویډیو خپره کړه او ویې ویل: ولسمشر ډونالډ جي ټرمپ د ایران د اسلامي جمهوریت هوکړهلیک په ورسای، فرانسه کې لاسلیک کړ.
په هغه ویډیو کې چې سپینې ماڼۍ خپره کړې، ښکاري چې ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړهلیک فارسي نسخه لاسلیکوي.
د امریکا ولسمشر د ماښامنۍ مېلمستیا وروسته د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره د خبرو پر مهال وویل چې د ایران سره هوکړهلیک لاسلیک سوی دی.
خبریالانو د چهارشنبې په ماښام د سیمهییز وخت له مخې له ټرمپ څخه وپوښتل چې آیا دا سند یې لاسلیک کړی دی که نه، هغه په ځواب کې وویل: «لاسلیک سوی دی. موږ هغه په ورسای کې لاسلیک کړ. موږ همدا اوس هغه لاسلیک کړ.»




