په تخار ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو وسلهوالو د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې درې د سرو زرو کان کیندونکي وژلي دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه دوه شپې وړاندې هغه مهال رامنځته سوې چې د طالبانو ځواکونه د غیرقانوني سرو زرو د استخراج د مخنیوي په بهانه د کان ساحې ته ورننوتلي وو. سرچینې د چهارشنبې په ورځ، د جوزا په ۲۷مه، ویلي چې کان کیندونکو د طالبانو د ځواکونو په لیدو هڅه وکړه چې له سیمې وتښتي، خو د ډزو هدف وګرځېدل.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د قربانیانو له ډلې یو تن د دشتقلعه ولسوالۍ اوسېدونکی وو او دوه نور د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
سرچینې همدارنګه وايي چې د دوو کسانو مړي د سیمې د اوسېدونکو له لوري په خواجه غار ولسوالۍ کې ترلاسه سوي او د درېیم کس مړی د هغه کورنۍ ته سپارل سوی دی.
په مقابل کې، طالبان ادعا کوي چې دغه درې کسان د لېږد پر مهال د تېښتې هڅه کې له موټر څخه ځانونه غورځولي او د لاسونو د تړلو له امله په یو ویاله کې ډوب سوي دي.




