ملالې یوسفزۍ له اروپايي ټولنې وغوښتل د طالبانو بلنه لغوه کړي

ملاله یوسفزۍ ، د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ، اروپا ته د طالبانو د پلاوي د سفر په غبرګون کې له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو د ملاتړ په خاطر د دې ډلې بلنه لغوه کړي.
ملالې یوسفزۍ له اروپايي ټولنې وغوښتل د طالبانو بلنه لغوه کړي

ملالې یوسفزۍ، د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې، اروپا ته د طالبانو د پلاوي د سفر په غبرګون کې له اروپايي ټولنې وغوښتل چې له داسې حکومت سره له تعامل څخه ډډه وکړي، چې د هغې په وینا د نړۍ د تر ټولو سختو بشري حقونو د بحرانونو مسؤل بلل کېږي.

ملالې یوسفزۍ په دوشنبه (د جوزا ۲۵مه) په ټولنیزې شبکې اېکس کې په خپل پیغام کې خبرداری ورکړ چې له طالبانو سره خبرې کول کولای سي د دې ډلې د ډیپلوماتیک منلو په معنا وبلل سي؛ داسې ډله چې د هغې په وینا په منظمه توګه د ښځو او انجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.

هغې ټینګار کړی چې طالبانو ښځې له زده کړو، کار او د تګ راتګ له ازادۍ محرومې کړې دي او په افغانستان کې یې د «جنسیتي توپیر پر بنسټ د تبعیض نظام» رامنځته کړی دی.

دغه د انجونو د زده کړو د حقونو فعالې وویل چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته د طالبانو د چارواکو بلنه د اندېښنې وړ اقدام دی، ځکه دا پیغام ورکوي چې یو حکومت کولای سي هم‌مهاله ښځې او انجونې سختي وځپي کړي او بیا د ډیپلوماتیک ملګري په توګه هم ومنل سي.

یوسفزۍ همدارنګه په هرات کې د جامو د ډول له امله د لسګونو ښځو نیولو او له اعتراض کوونکو سره تاوتریخجن چلند ته اشاره کړې او دا یې په افغانستان کې د محدودیتونو او ځپنې د زیاتېدو نښه بللې ده.

بروکسل ته د طالبانو د استازو بلنه د مدني فعالانو، افغان ښځو، سیاستوالو او اروپايي ګوندونو له سختو نیوکو سره مخ سوې ده. نیوکه کوونکي وایي چې دا اقدام د اروپايي ټولنې له بشري ارزښتونو سره په ټکر کې دی او طالبانو ته د مشروعیت ورکولو سبب کېږي.

سره له زیاتېدونکو نیوکو، اروپايي ټولنې تر اوسه د طالبانو د پلاوي د مېلمه پالنې په پرېکړه کې بدلون نه دی راوستی. راپورونه ښايي چې بروکسل هڅه کوي له طالبانو سره داسې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې یې له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ اسانه سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x