طالبانو د یوه تخاري وګړي د وژنې تورن له نیولو وروسته ازاد کړ

د احمد مقصود د کورنۍ غړي، چې د تخار ولایت اوسېدونکی وو، وایي سیف‌الله نومي کس، چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، د تېر کال د جوزا په ۲۱مه نېټه د بغلان مرکزي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د دوی د کورنۍ دغه غړی وژلی او وروسته له سیمې تښتېدلی وو.
منابع از تیرباران یک نظامی پیشین در تخار از سوی طالبان خبر دادند

د احمد مقصود د کورنۍ غړي، چې د تخار ولایت اوسېدونکی وو، وایي سیف‌الله نومي کس، چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، د تېر کال د جوزا په ۲۱مه نېټه د بغلان مرکزي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د دوی د کورنۍ دغه غړی وژلی او وروسته له سیمې تښتېدلی وو.

د مقتول د کورنۍ په وینا، تورن کس له ۱۱ میاشتو تېښتې وروسته د طالبانو له خوا نیول سوی و، خو له لنډې مودې وروسته بېرته ازاد سوی دی.

دغه کورنۍ ادعا کوي چې د احمد مقصود د وژنې تورن سیف‌الله د بغلان مرکزي ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس ضیاءالرحمن فاروقي له خوا ازاد سوی او اوس د وژنې له تور سره سره په ازاد ډول ګرځي راګرځي. هغوی د طالبانو ځینې سیمه ییز چارواکي، په ځانګړي ډول ښاغلی فاروقي، په دې بهیر کې ښکېل بولي.

د خپلوانو د څرګندونو له مخې، دغه پېښه د لوی اختر په څلورمه ورځ رامنځته سوې وه او احمد مقصود په تاوتریخوالي سره وژل سوی وو.

د مقتول خپلوانو په بغلان کې له طالب چارواکو غوښتي چې تورن کس بېرته ونیول سي او دوسیه یې د شرعي او عدلي اصولو له مخې وڅېړل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x