د هرات د جبرئیل سیمې ولسي سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبانو دوه کسان د دې ډلې د ځواکونو له خوا پر اعتراض کوونکو د ډزو او نښتو د انځورونو د ثبت او خپرولو په تور نیولي دي.
د دغو سرچینو په وینا، نیول سوي کسان دوه دوکانداران دي چې د جوزا د ۱۹مې نېټې د اعتراضونو پر مهال د طالبانو د ځواکونو د ډزو ویډیو د هغوی د دوکانونو مخې ته ثبت سوې وه.
په هغې ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه خپره سوې، د طالبانو یو غړی لیدل کېږي چې خپله وسله د اعتراض کوونکو پر لور نیسي او ډزې کوي. د دغو انځورونو خپرېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو تایید کړې وه چې لږ تر لږه ، یو تنکی ځوان هلک په هرات کې د اعتراضونو د ځپلو پر مهال د طالبانو د ډزو له امله وژل سوی او څو نور کسان هم د وهلو ټکولو له امله ټپیان سوي دي.




