د یوې رسنۍ د موندنو له مخې، نصیر احمد احمدي، د کابل ښار د طالبانو د یولسمې امنیتي حوزې آمر، شاوخوا دوه کاله وړاندې د شوروي اتحاد د دورې پورې اړوند شپږ ټانکونه او زغرهوال تجهیزات د ۳۱۵ قطعه او باباجان لوا اړوند سیمو څخه راټول کړي، وروسته یې تخریب کړي دي.
د راپور له مخې، دغه تجهیزات لومړی یوې ځانګړې سیمې ته ليږدول سوي او وروسته د شپې په مهال د یولسمې حوزې یوې خوندي سیمې ته وړل سوي، څو د دې حوزې د ځواکونو له سترګو پټ وساتل سي. باخبره سرچینې وایي چې نوموړي په دوو پرلهپسې شپو کې د برقي ارې په کارولو سره ټول شپږ ټانکونه ټوټه ټوټه کړي او په اوسپنیزو ټوټو یې بدل کړي دي.
موندنې ښايي چې ترلاسه سوې د اوسپنې ټوټې په بېلابېلو سیمو کې په مختلفو ترازو کې وزن سوې او وروسته پلورل سوې دي.
څېړل سوي اسناد، چې پکښې د پېرېدونکو شرکتونو د وزن پاڼې او د طالبانو د عامه ګټو وزارت اړوند د حقالاصول اسناد شامل دي، د زرګونو کیلوګرامه د اوسپنې ټوټو د پلور ښودنه کوي چې ارزښت یې نږدې ۵۰ زره امریکایي ډالر اټکل سوی دی.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې نصیر احمد احمدي د طالبانو د یولسمې امنیتي حوزې د آمر په توګه له ټاکل کېدو وروسته څو ځله واده کړی او د خپلې کورنۍ د ځینو غړو لپاره یې په کابل ښار کې جلا کورونه برابر کړي دي.




