د قائد شهید امت، آیت‌الله سید علي خامنه‌اي (ره) د وداع او جنازې د مراسمو رسمي اعلان

د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر د قائد شهید امت، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حکیم رهبر آیت‌الله سید علي خامنه‌اي (ره) د وداع، جنازې او تدفین د مراسمو رسمي جزئیات اعلان کړل.
اعلام رسمی مراسم وداع و تشییع پیکر قائد شهید امت آیت‌الله‌ سید علی خامنه‌ای‌ اعلام شد

د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر د قائد شهید امت، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حکیم رهبر آیت‌الله سید علي خامنه‌اي (ره) د وداع، جنازې او تدفین د مراسمو رسمي جزئیات اعلان کړل.

د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د “ خونړی وفات” د یا د ستاینې د کمېټې رسمي خبرپاڼه په لاندې ډول ده:

بسم الله الرحمن الرحیم

«مِنَ الْمُؤْمِنِینَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَیْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن یَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِیلًا»

د شیعه نړۍ د سترې مذهبي مرجع، د اسلامي انقلاب حکیم رهبر او د حق او مقاومت د جبهې بیرغ‌وال، امام مجاهد شهید حضرت آیت‌الله العظمی سید علي حسيني خامنه‌اي (قدّس‌الله نفسه الزکیه) د “خونړی وفات ” له امله، د اسلامي نړۍ ملتونه د یو ستر شخصیت د نشتون په غم کې ناست دي؛ هغه شخصیت چې خپل ټول عمر یې د حق د کلمې د لوړولو، د اسلام د دفاع، د وګړو د خدمت او د اسلامي امت د لارښوونې لپاره وقف کړی وو.

دغه قائد شهید د ژور ایمان، خالص مجاهدت، کلک صبر او الهي بصیرت په لرلو سره تل د ایران د خپلواکۍ او د اسلامي امت د عزت بیرغ پورته ساتلی و، او نوم او یاد یې د ایران په تاریخ، اسلامي نړۍ او د آزادو انسانانو په زړونو کې به تلپاتې وي.

د “ خونړی وفات ” د لمانځنې کمېټه د امام مجاهد شهید حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي (اعلی الله مقامه الشریف) د وفات په مناسبت د حضرت ولی‌عصر (عج)، د رهبرۍ د عالي مقام حضرت آیت‌الله سیّد مجتبی حسيني خامنه‌اي (مدظله‌العالي)، او د نړۍ ټولو ازادو ملتونو ته د تسلیت ترڅنګ خپله ژوره مننه او قدرداني څرګندوي.

د مخکېنیو اعلانونو له مخې د دې کمېټې او د ترسره سوو پلانونو په رڼا کې، د درنو او غمجنو وګړو په خدمت کې دا خبر وړاندې کېږي چې د هغه مجاهد امام شهید د پاک بدن او د هغه د کورنۍ د غړو—شهیدانو قدرمنو ډاکټر مصباح‌الهدی باقري‌کني، سیّده‌بشري حسيني خامنه‌اي، زهرا حدادعادل او زهرا محمدي ګلپایګاني (رضوان‌الله‌علیهم اجمعین)—د وداع، جنازې او تدفین مراسم به په لاندې ډول ترسره سي:

شنبه ۱۳ او یکشنبه ۱۴ سرطان/تیر ۱۴۰۵ چې د محرم د میاشتې له نولسم او شلمې سره سمون لري: د پاکو جسدونو د وداع مراسم به د تهران ښار د امام خمیني (قدّس‌سرّه) په مصلا کې ترسره سي.

دوشنبه ۱۵ سرطان/تیر ۱۴۰۵ چې د محرم له یوویشتمې سره سمون لري: د جنازې مراسم به په تهران کې ترسره سي.

سه‌شنبه ۱۶ سرطان/تیر ۱۴۰۵ چې د محرم له دوه‌ویشتمې سره سمون لري: د جنازې مراسم به په د قم په سپيڅلي ښار کې ترسره سي.

پنج‌شنبه ۱۸ سرطان/تیر ۱۴۰۵ چې د محرم له څلورویشتمې او د امام سجاد علیه‌السلام د شهادت له شپې سره سمون لري: د جنازې مراسم به په سپيڅلي مشهد کې ترسره سي او تدفین به د امام رضا (علیه آلاف التحیة والثناء) په روضه مطهره کې ترسره سي.

د “ خونړی وفات ” د یاد د ستاینې کمېټه د قائد شهید امت په دوام کې وایي چې له ټولو درنو او ماتم کوونکو وګړو، د نړۍ له ازادو انسانانو، د اسلام د مکتب له مینه‌والو او د ایران له علاقه‌مندانو څخه بلنه کېږي چې په دې سترو مراسمو کې په ګډون سره هغه شهید رهبر بدرګه کړي.

په پای کې د اړوندو دولتي ادارو او ولسي ډلو له پراخو تدابیرو او پلان جوړونې څخه د مننې ترڅنګ ټینګار سوی چې د دې مراسمو اصلي رول د وګړو په لاس کې دی، او د ماتم لرونکو د اصلي څښتنانو په توګه به همدا شریف او تل په صحنه کې حاضر ولس دا مراسم ترسره کړي، چې په پایله کې به یو بې‌ساری او ستر ولسي انځور رامنځته سي، ان شاءالله.

نور جزئیات به وروسته په رسمي ډول ټولو وګړو ته اعلان سي.

د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر
۲۳ جوزا/خرداد ۱۴۰۵

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x