د ستر مرجع آیتالله شیخ محمداسحاق فیاض (رح) د مړینې د یاد غونډه، چې د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر ، آیتالله سید مجتبی حسيني خامنهای له لوري جوړه سوې وه، او همدارنګه د ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې د شهیدانو د درناوي مراسم، د حجتالاسلام والمسلمین رفیعي په وینا او د محمدي پناه په مرثیه ویلو سره د قم ښار د حضرت معصومې (س) په سپېڅلي زیارت کې ترسره سول.
په دغو مراسمو کې، چې علماوو، د سترو مراجعو د دفترونو استازو، د رهبرۍ د کارپوهانو د شورا ځینو غړو، د قم د علمي حوزې د مدرسینو د ټولنې غړو، دیني عالمانو، چارواکو او د بېلابېلو قشرونو کډوالو ګډون کړی وو، ګډونوالو د قرآن کریم په تلاوت سره د شیعه نړۍ دغه ستر دیني مرجع ته درناوی وړاندې کړ.
آیتالله محمد اسحاق فیاض د نجف اشرف د شیعهوو له سترو دیني مراجعو څخه وو، چې د جوزا په ۱۴مه د ۹۶ کلونو په عمر د بغداد په یوه روغتون کې وفات سوو.
آیتالله فیاض په ۱۳۰۹ لمریز کال کې په افغانستان کې زېږېدلی وو او په ځوانۍ کې نجف اشرف ته کډه سوی وو، ترڅو د نجف په علمي حوزه کې دیني علوم زده کړي، او په پایله کې د همدې حوزې له مهمو ستنو څخه وګرځېد.
آیتالله فیاض همدارنګه د آیتالله سید ابوالقاسم خويي له تر ټولو وتلو او نومیالیو شاګردانو څخه شمېرل کېده.
د آیتالله شیخ محمد اسحاق فیاض د ستر مرجع د مړینې په تعقیب، د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر آیتالله سید مجتبی حسيني خامنهای له لوري د خواخوږۍ پیغام خپور سوو، او د عراق حکومت په دغه هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.




