د بشري حقونو د مدافعانو کمیټه: افغان ښځې د نړیوالې ټولنې له «اندېښنې څرګندولو» ستړې سوې دي

د بشري حقونو د مدافعانو کمیټې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د تکراري غبرګونونو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغان ښځې نور د «اندېښنې څرګندولو» له اصطلاح څخه ستړې سوې دي او اوس تر بل هر وخت ډېر عملي اقدام او اغېزمن ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه کمیټې د جمعې په ورځ د هرات د وروستیو پېښو په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په تېرو کلونو کې د ملګرو ملتونو سازمان، یوناما او نورو نړیوالو بنسټونو د افغانستان د ښځو د حقونو د محدودیتونو او نقض په اړه یوازې د «اندېښنې څرګندولو» په اعلامیو بسنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د بشري حقونو د نقض د پېښو راپور ورکول، ثبتول او د اندېښنې څرګندول د نړیوالو بنسټونو د مسوولیت یوه برخه ده، خو دا اقدامات یوازې د افغان ښځو د محرومیت او ځپنې د پای ته رسولو لپاره بسنه نه کوي.

د بشري حقونو د مدافعانو کمیټې همدارنګه ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو، غړو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو اخلاقي او سیاسي مسوولیت له اعلامیو او د اندېښنې له څرګندولو څخه ډېر پراخ دی. د دې بنسټ په باور، نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د اغېزمن ملاتړ لپاره له ټولو حقوقي، ډیپلوماټیکو او سیاسي وسایلو څخه استفاده وکړي.

دغه کمیټې د افغان ښځو د حقونو او آزادۍ د دفاع لپاره د عملي او څرګندو اقدامونو غوښتنه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x