د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواکونو د عامه اړیکو دفتر په دې اعلان سره چې د امریکا د پوځ پورې اړوند ۱۸ مهم هدفونه د دوو پړاوونو د عملیاتو په ترڅ کې تر برید لاندې راغلي، لاندې اعلامیه صادره کړه:
فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَیْکُمْ فَاعْتَدُوا عَلَیْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَیْکُمْ
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه پوځ د هوافضا ځواک زړورو جنګیالیو او د سمندري ځواک اتلانو د نن سهار د تېري کوونکو د سزا او د امریکا د «ماشوم وژونکي پوځ» د تېري په ځواب کې، چې د بندرعباس د ساحلي خدمتونو ځینو واحدونو، د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو او د پولیسو د قوماندې پوستو او د بندرعباس د هوايي ډګر په ساحه یې برید کړی وو، د دوو پړاوونو د عملیاتو په ترڅ کې د امریکا د پوځ پورې اړوند ۱۸ مهم هدفونه د «علي السالم»، «احمد الجابر» او «شیخ عیسی» هوايي اډو کې په نښه او له منځه وړي دي.
وَمَا النَّصرُ إِلَّا مِن عِندِ اللَّهِ العَزِيزِ الحَكِيم
د امریکا د تېري او ناوړه کړنو پر وړاندې ځوابي بریدونه به دوام لري. د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواکونو د مرکزي قرارګاه «حضرت خاتمالانبیاء (ص)» هم اعلان کړی چې د امریکا له خوا د ایران په جنوبي سیمو کې د بریدونو درول د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو د قوي او ځپونکي ځواب له امله دي، او په دې برخه کې د امریکا پوځ ته بله ماته ورکړل سوې ده.
دغه قرارګاه زیاته کړې چې د امریکا د تېري او ناوړه کړنو پر وړاندې د وسلهوالو ځواکونو ځواب به دوام ولري.




