د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو سترې محکمې په یوه رسمي لیک کې ، د هېواد په اتو زونونو کې ، د دې ډلې نظامي محاکمو ته امر کړی چې د هوښیار ټلیفونونو کارول د طالبانو د ټولو ځواکونو او کارکوونکو لپاره منع اعلان سوي او خبرداری یې ورکړی چې سرغړوونکي به له سزا سره مخ سي.
د دغه لیک له مخې چې یوه کاپي یې د رسنیو په واک کې ورکړل سوې، د طالبانو د نظامي محاکمو د امنیت او عامه پوهاوي عمومي مدیریت اعلان کړی چې داسې راپورونه ترلاسه سوي دي چې ځینې نظامي ځواکونه او اداري کارکوونکي لا هم د هوښیار ټلیفونونو کارولو ته دوام ورکوي.
په دغه فرمان کې راغلي چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم له لومړۍ نېټې، چې د ۱۴۰۵ کال د سرطان له ۶مې سره برابره ده، هر هغه څوک چې له دې امر څخه سرغړونه وکړي، موبایل به یې ضبط او مات کړل سي او که اړتیا وي، له هغه سره به «شرعي او قانوني» چلند هم وسي.
طالبانو ټینګار کړی چې دا حکم باید په جدي ډول عملي سي او د نظامي محاکمو مسؤلین مکلف دي چې د غونډو او اداري ناستو له لارې یې مفاد ټولو اړوندو کارکوونکو ته ورسوي.
په دغه لیک کې همدارنګه ویل سوي چې که کومه اداره د کاري اړتیا له امله د هوښیار ټلیفون کارولو ته اړتیا ولري، باید د رسمي اجازې لپاره د طالبانو د مشر ، هبتالله اخندزاده دفتر ته مراجعه وکړي.
د دغه لیک خپرېدل هممهاله په ټولنیزو شبکو کې له هغو ویدیوګانو سره سوي چې پکښې ښکاري ځینې طالب مسؤلین د خپلو تر لاس لاندې کسانو هوښیار ټلیفونونه ټولوي او په ځینو مواردو کې یې ماتوي.
طالبانو تر اوسه د دې پرېکړې د لاملونو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی. خو په تېرو کلونو کې یې هم په ځینو ادارو کې د مخابراتي وسایلو او نوې ټکنالوژۍ پر کارولو محدودیتونه لګولي وو.
دا پرېکړه په داسې حال کې سوې چې طالبان د حکومتي چارو د سمبالولو، له داخلي او بهرنیو ادارو سره د اړیکو او همدارنګه د رسنیزو فعالیتونو لپاره په پراخه کچه له ټولنیزو شبکو او ډیجیټلي وسایلو استفاده کوي.
ځینې شنونکي وایي دا اقدام ښايي د طالبانو د داخلي کنټرول د زیاتولو او د معلوماتو، انځورونو او ویدیوګانو د خپرېدو د مخنیوي هڅه وي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.




