په خوست ولایت کې سرچینې راپور ورکوي چې د دې ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ پورې منسوب د هوايي بریدونو په پایله کې د قربانیانو شمېر ۱۹ تنو ته لوړ سوی دی.
د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې ۹ تنه وژل سوي چې پکښې یوه ښځه او اته ماشومان شامل دي. ویل کېږي د قربانی ماشومانو عمرونه د ۷ څخه تر ۱۰ کلونو ترمنځ وو.
همدارنګه په دې پېښه کې ۱۰ نور کسان ټپیان سوي دي چې په هغوی کې یو سړی، یوه ښځه او اته ماشومان شامل دي. د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل سوی دی.
په داسې حال کې د بریدونو د دقیق وخت او هدفونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل سوي او تر اوسه رسمي چارواکو هم په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړي .




