د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ حامد کرزي ، د افغانستان پخواني ولسمشر ، د پاکستان وروستي بریدونه د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر استوګنیزو سیمو سخت غندلي دي.
هغه د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي خلکو په نښه کول، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د ګاونډیتوب له اصولو او د ښه ګاونډیتوب له اړیکو سره په ټکر کې دي.
کرزي ټینګار کړی چې پر استوګنیزو سیمو برید او د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته زیان رسول هېڅ ډول توجیه نه لري او یوازې په سیمه کې د کړاوونو او بېثباتۍ د زیاتېدو لامل کېږي.
حامد کرزي همدارنګه له پاکستان څخه غوښتي چې د جګړې، تاوتریخوالي او ویجاړۍ د سیاست د دوام پر ځای له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او متمدن تعامل پر بنسټ ولاړه تګلاره خپله کړي.
هغه ټینګار کړی چې په سیمه کې د تل پاتی ثبات او امنیت د تأمین لپاره د هېوادونو ترمنځ همکاري، باور جوړونه او د ملي حاکمیت درناوی اړین دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو اعلان کړی چې د پاکستان د هوايي ځواکونو د جنګي الوتکو په بریدونو کې په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل سوي او ۱۴ نور ټپیان سوي دي.




