د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ محمد محقق، د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر، په هرات کې د ښځو او انجونو نیول له انساني کرامت او د اتباعو له حقونو سره په ټکر کې بللي او هغه یې د افغانستان د ښځو پر کرامت، حیثیت او حرمت ښکاره تېری توصیف کړی دی.
هغه د هرات د وروستیو راپورونو په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو له لوري د ښځو او انجونو نیول له اسلامي اصولو، انساني ارزښتونو او اخلاقي معیارونو سره په ټکر کې دي او د دې ډول کړنو د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
محقق همدارنګه په هرات کې وروستیو پېښو ته په اشاره ویلي چې د دې ښار د خلکو سولهییز اعتراضونه چې د ښځو د نیونو په غبرګون کې ترسره سوي وو، د طالبانو د ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ سوي دي. د هغه په وینا، د دې ځپنې په پایله کې یو شمېر اعتراض کوونکي ټپیان سوي او ځینې نور وژل سوي دي.
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند مشر خبرداری ورکړی چې د اتباعو د حقونو نقض او غوسهناک چلندونه نه یوازې د موجودو ستونزو حل نه دی، بلکې د عامه نارضایتۍ د زیاتېدو، د بحرانونو د ژورېدو او د ټولنیزو واټنونو د پراخېدو لامل کېدای سي.
هغه له طالبانو غوښتي چې د زور او تاوتریخوالي پر ځای داسې لاره خپله کړي چې د قانون، عقلانیت او د انساني حقونو او کرامت پر درناوي ولاړه وي، او د ملي ثبات او یووالي لپاره زمینه برابره کړي.




