امان الدین منصور ، په هلمند کې دطالبانو والي ، د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په یوه غونډه کې ټینګار وکړ ، چې د دې ډلې ځواکونه د واکمن نظام پر ضد د هر ډول ګواښ د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی لري.
هغه څرګنده کړه چې د طالبانو ځواکونه د مخالفینو د هر ډول اقدام او هغه څه پر وړاندې چې نوموړي یې «بغاوت او ګډوډي» وباله د غبرګون ښودلو لپاره چمتو دي.
منصور وویل: «د طالبانو ځواکونه چمتو دي چې د نظام پر ضد د هر ډول ګواښ پر وړاندې ودرېږي.»
دغه طالب چارواکي د یادو ګواښونو د ماهیت یا احتمالي امنیتي بدلونونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د هلمند د والي دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې کړکېچونه، ولسي اعتراضونه او د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې سوې دي.




