د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ علي بلال، د افغانستان نامتو د بدن جوړونې اتل، په هرات کې د یو شمېر ښځو د نیولو د خپرو سویو راپورونو په غبرګون کې د افغان ښځو پر ضد د محدودیتونو له زیاتېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغوی له خپلو اساسي حقونو بېبرخې سوي دي.
هغه په یوه اعلامیه کې لیکلي: «پر افغانستان او په ځانګړي ډول د افغانستان پر ښځو سلام، چې تل د ستونزو پر وړاندې درېدلي دي او د ژوند لاره یې روانه ساتلې ده. نن د هرات د یو شمېر ښځو د نیولو خبر خپور سوی چې د پوړني یا حجاب د نه لرلو له امله نیول سوې دي. په ټولنه کې د ښځو حضور ورځ تر بلې محدودېږي او هغوی له خپلو لومړنیو حقونو، لکه زدهکړه، کار او عادي ژوند څخه بېبرخې دي.»
بلال د ټولنو په پرمختګ کې د ښځو پر رول ټینګار کړی او زیاته یې کړه: «هره پرمختللې ټولنه د ښځو او نارینهوو د ګډو هڅو پایله ده. خو په افغانستان کې هر کله چې ستونزه رامنځته کېږي، ښځې تر نورو زیات تر فشار لاندې راځي. د حجاب په موضوع کې هم، یوه اصیله افغان ښځه په ښه ډول د هغه ارزښت او مفهوم پېژني.»
دې نامتو ورزشکار په پای کې د افغانستان ښځو ته په خطاب کې وویل: «د افغانستان ښځو!، لکه تل، ثابتې او پیاوړې پاتې سئ. زه هم د یو ورور په توګه ستاسو ترڅنګ یم.»
علي بلال د افغانستان له تر ټولو ویاړمنو د بدن جوړونې ورزشکارانو څخه شمېرل کېږي. هغه په ۲۰۲۶ کال کې د نیویارک پرو سیالیو اتل سوو او د «پیتسبورګ پرو» سیالیو نایب اتل مقام یې هم ترلاسه کړ. هغه تر دې وړاندې د «ارنولد کلاسیک ۲۰۲۴» اتل سوی وو او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې یې دوه ځله د «مستر المپیا» د فزیک په برخه کې د نایب اتل مقام خپل کړی دی.




