د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د مخه‌ښې، جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم به د محرم له لومړۍ لسیزې وروسته ترسره سي

د امت د لارښود، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر آیت‌الله العظمی سید علي خامنه‌ای قدس‌الله نفسه الزکیه د وینو تویېدو د یادغونډې د جوړولو کمېټې په یوه خبرتیا کې اعلان کړی چې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د مخه‌ښې، جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم به د محرم د لومړۍ لسیزې له پای ته رسېدو وروسته ترسره سي او کره نېټه یې لا نه ده ټاکل سوې.

د دې کمېټې د دویمې خبرتیا له مخې، د مجاهد شهید امام حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای (قدس‌الله نفسه الزکیه) او د اسلامي انقلاب د رهبر د کورنۍ د شهیدانو د مخه‌ښې، جنازې او خاورو ته د سپارلو د سترو مراسمو لپاره د پراخو چمتووالي له ترسره کېدو سره، وګړو ته خبر ورکول کېږي چې د هېواد دننه او بهر په رسنیو کې د دغو مراسمو د وخت او جزئیاتو په اړه خپاره سوې اټکلونه او اوازې، چې د دې سترې پېښې د ګډون د ډېرو لېوالانو لپاره د ناڅرګندتیا سبب سوې دي، هېڅ اعتبار نه لري.

د اسلامي انقلاب د شهید رهبر (اعلی‌الله مقامه الشریف) د سیرت په پام کې نیولو سره، چې د شهیدانو د سردار حضرت اباعبدالله الحسین علیه‌السلام د ماتم مراسمو ته یې ځانګړې پاملرنه درلوده، او همدارنګه د دغو ورځو د ماتمي مراسمو د ارزښت له امله چې د ایران او نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي، د هغه د زمانې د بې‌ساري شخصیت د مخه‌ښې، جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم به د محرم د لومړۍ لسیزې له پای ته رسېدو او د اړوندو ادارو او ولسي ډلو له وروستیو همغږیو وروسته، د ماتم کوونکو وګړو د مناسب خدمت لپاره ترسره سي.

د دغو مراسمو جزئیات به وروسته، په مناسب وخت کې، د همدې کمېټې له خوا اعلان سي.

د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x