ریچارډ بېنېټ: په هرات کې د تاوتریخوالي عاملان باید ځواب ویونکي وګرځول سي

ریچارډ بېنېټ ، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ، په هرات کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زیات ځواک د کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د کمېدو، د وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو د بنسټیزو حقونو د درناوي او د خپل‌سرو نیونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
ریچارډ بېنېټ: په هرات کې د تاوتریخوالي عاملان باید ځواب ویونکي وګرځول سي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ریچارډ بېنېټ ، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ، په هرات کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زیات ځواک د کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د تاوتریخوالي د کمېدو او د وګړو د بنسټیزو حقونو د درناوي غوښتنه یې وکړه.

هغه د جوزا په ۱۹مه، د سه‌شنبې په ورځ، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې اوس د تاوتریخوالي د کمېدو، د وګړو د بیان ازادۍ ته د درناوي، په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو، او د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي وخت دی.

بېنېټ همدارنګه اعلان کړی چې د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره په هرات کې ګڼ شمېر ښځې د طالبانو د پوښښ د قانون د ماتولو په تور په خپل‌سري ډول نیول سوې دي. هغه دا اقدام ناقانونه او د منلو وړ نه وباله او د نیونو د ژر تر ژره بندېدو او د نیول سویو ښځو د بې‌قید او شرط آزدېدو غوښتنه یې وکړه.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي همدارنګه ټینګار وکړ چې د تاوتریخوالي عاملان باید د خپلو کړنو په اړه ځواب ویونکي وګرځول سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x