د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک د استخباراتو ادارې مجازي حساب د اشغال سویو سیمو پر وړاندې د نظامي، امنیتي او سایبري بریدونو د بشپړ بریالیتوب خبر ورکړ .
د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواکونو د استخباراتو ادارې مجازي حساب په خپل پیغام کې لیکلي دي:
د ساحوي معلوماتو له مخې ، تېره شپه په اشغال سویو سیمو کې سخت او چټک نظامي، امنیتي او سایبري بریدونه ترسره سوي چې د ۱۰۰ له ۱۰۰ څخه د بریالیتوب ښکارندویي کوي.
۱۰۰ شپې مقاومت، ۱۰۰ کاله امنیت




