د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو له لوري د «نصر» عملیات د تلنوف او نواتیم پر هوايي اډو پیل سول

د ایران د اسلامي جمهوریت، د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو د عامه اړیکو دفتر اعلان کړی چې د «نصر» عملیات د اشغال سویو سیمو د تلنوف او نواتیم پر هوايي اډو پیل سوي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو له لوري د «نصر» عملیات د تلنوف او نواتیم پر هوايي اډو پیل سول

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو د عامه اړیکو دفتر په یوه اعلامیه کې د «نصر» عملیات د تلنوف او نواتیم پر هوايي اډو د پیل خبر ورکړی دی.

د اعلامیې متن په لاندې ډول دی:

بسم الله الرحمن الرحیم
أُذِنَ لِلَّذِینَ یُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِیرٌ

د لوی خدای په توکل او د قادر او توانا رب څخه په مرستې غوښتلو سره، څو شیبې وړاندې د ساتندویه ځواک د هوايي فضا زړور جنګیاليو د «نصر» عملیات د «یا حیدر کرار» مقدس شعار په رمز پیل کړل او د دولس ورځني جګړې د شهیدانو په ویاړ یې د نواتیم او تلنوف ستراتیژیکو هوايي اډو مهم مرکزونه هدف وګرځول.

دا عملیات د صهیونیستي « ماشوم وژونکي رژیم» له خوا د هېواد په درېو بېلابېلو سیمو کې پر څو راداري مرکزونو د توغندیز برید په ځواب کې ترسره سول.

د صهیونیستي پوځ د تېریو په ځواب کې چټک غبرګون او د هدفونو د بانک پراخوالی د دې پړاو د عملیاتو له اړینو برخو څخه بلل سوي دي.

د ساتندویه ځواک ټول جنګي او عملیاتي واحدونه د پراخو او پند اخيستونکو عملیاتو د ترسره کولو لپاره په بشپړ چمتووالي کې دي او د دښمن د طرحو سره سم یې خپل عملي پلانونه جوړ کړي دي.

او بریا یوازې د الله له لوري ده، چې غالب او حکیم دی

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x