د ایران له لوري د اشغال سویو سیمو پر لور د توغندیزو بریدونو نوی پړاو

د ایران له لوري د اشغال سویو سیمو پر لور د توغندیزو بریدونو نوی پړاو

د ایران له لوري د لوېدیځې غاړې صهیونیستي مېشت ښارګوټو ته د ۱۰ توغندیو ویشتل

د اسرائیلو هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران له لوري د لوېدیځې غاړې صهیونیستي مېشت ښارګوټو ته ۱۰ توغندي ویشتل سوي دي. په راپور کې ویل سوي چې په لوېدیځه غاړه کې درې ودانۍ زیانمنې سوې دي.

د صهیونیستي رژیم په پوځي اډه «زیکیم» کې د خبرداري زنګونه فعاله سول.

د صهیونیستي رژیم رسنیو راپور ورکړی چې د غزې په پټۍ کې د «ریکیم» په پوځي اډه کې د خبرداري زنګونه فعاله سوي دي.

د صهیونیستي رژیم د کورني جبهې قومانداني هم اعلان وکړ چې د ایران له لوري د توغندي د ویشتلو تر پېژندلو وروسته، په تل ابیب او د هغه په سویلي سیمو کې د خبرداري زنګونه غږېدلي دي.

دې قومانداني له صهیونیستي مېشتو څخه غوښتي چې په پناه ځایونو کې پاتې سي.

تر دې وړاندې هم صهیونیستي رژیم د ایران له لوري د اشغال سویو سیمو پر بېلابېلو برخو د توغندیزو بریدونو خبر ورکړی وو.

د خبري راپورونو له مخې، د تل ابیب او شاوخوا سیمو، اشغال سوې قدس، بئرالسبع او د هغې شاوخوا سیمو، او همدارنګه د غزې شاوخوا ښارګوټو کې د خبرداري زنګونه غږېدلي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x