هانا نیومن: بروکسل ته د طالبانو بلنه د افغانستان د انجونو پر وړاندې ظلم دی

هانا نیومن ، د اروپا د پارلمان غړې ، د هغو راپورونو په غبرګون کې چې اروپا ته د طالبانو د استازو د بلنې په اړه دي، نیوکه کړی او ویلي یې دی چې داسې اقدام په داسې حال کې چې میلیونونه افغانې انجونې د زده‌کړې له حقه محرومې دي، نړیوالې ټولنې ته ناسم پیغام لېږي.
هانا نیومن: بروکسل ته د طالبانو بلنه د افغانستان د انجونو پر وړاندې ظلم دی

نیومن د شنبې په ورځ، د جوزا په ۱۶مه، په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا اقدام نه یوازې د هغو افغان وګړو لپاره چې لا هم د خپلو بنسټیزو حقونو او آزادیو لپاره مبارزه کوي، بلکې د هغو زورواکو حکومتونو لپاره هم چې د اروپا کړنې له نږدې څاري، ناسم پیغام لري.

د اروپا د پارلمان د دې غړې څرګندونې وروسته له هغه مطرح سوې چې د طالبانو د استازو بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر ته د بلنې په اړه راپورونه خپاره سوي وو؛ هغه موضوع چې د بشري حقونو د فعالانو او د افغانستان د یو شمېر وګړو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د انجونو له زده‌کړې محرومیت لا هم دوام لري، د بشري حقونو ګڼ شمېر بنسټونه دغه وضعیت په هېواد کې د بشري حقونو له تر ټولو جدي بحرانونو څخه ګڼي.

په همدې حال کې، د افغانستان یو شمېر وګړي باور لري چې له طالبانو سره هر ډول رسمي تعامل کولای سي د دې ډلې محدودیتي او ځپونکې پالیسي، په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو پر وړاندې، عادي کړي.

د دې موضوع په غبرګون کې، په اسپانیا کې مېشت د افغانستان یو شمېر وګړو په مادرید کې هم اعتراضي غونډه ترسره کړه. معترضانو په دې غونډه کې له اروپايي بنسټونو سره د طالبانو د هر ډول بلنې یا رسمي تعامل مخالفت څرګند کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته لا ډېر پام وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x