په کندهار کې د طالبانو د والیانو غونډه د «امنیت او جرمونو» پر موضوعاتو ترسره سوه

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې جرمونه زیات سوي، د طالبانو یو شمېر والیانو په کندهار کې ګډه غونډه ترسره کړه.
په کندهار کې د طالبانو د والیانو غونډه د «امنیت او جرمونو» پر موضوعاتو ترسره سوه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې جرمونه زیات سوي، د طالبانو یو شمېر والیانو په کندهار کې ګډه غونډه ترسره کړه .

په کندهار کې د طالبانو د والي د دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د امنیتي مسایلو، د هبت‌الله د فرمانونو د پلي کولو او د جرمونو د مخنیوي د لارو چارو په اړه بحث سوی دی.

په کندهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ، ۱۶ د جوزا، په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې په دې غونډه کې د کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار، کابل، کندوز او پکتیا د طالبانو والیانو ګډون کړی وو.

دا کسان د هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو د رهبر، له نږدې او اغېزمنو څېرو څخه ګڼل کېږي او ویل کېږي چې د ډېرو نورو والیانو په پرتله دا ډله د پراخو واکونو څخه برخمنه ده.

طالبانو تر اوسه د دې غونډې هېڅ تصویر یا ویډیو نه ده خپره کړې.

د خبرپاڼې له مخې، د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د فساد پر ضد مبارزې، د جګړې د معلولینو او یتیمانو د ستونزو د حل، د اړمنو کسانو د پېژندنې او ثبت او د وګړو د ستونزو د څېړنې موضوعات هم تر بحث لاندې نیول سوي دي.

د طالبانو په وینا، ځینې وړاندیزونه او نیول سوي پریکړې د لا زیاتې څېړنې لپاره د دې ډلې د رهبر دفتر ته استول سوي دي.

د جرمونو مخنیوی د دې غونډې له مهمو محورونو څخه بلل سوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خپرې سوي شمیرې هم ښايي چې دې وزارت یوازې په یوه میاشت کې په ټول افغانستان کې ۱۸۷۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

د ولایتي شمیرو له مخې، تر ټولو ډېر نیونې او ثبت سوي جرمونه په هرات، کابل او بلخ ولایتونو کې راپور سوي، چې د څارونکو په وینا دا د افغانستان په لویو ښاري مرکزونو کې د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د زیاتېدو نښه بلل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x