هیله نجیبالله، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبالله لور، د موبی ګروپ د مشر ، سعد محسني ، د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په نړیوالو ناستو او غونډو کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه ناسم او غیر واقعي انځور وړاندې کېږي.
هغې ټینګار کړی چې ځینې رسنیزې څېرې او کسان په دغو ناستو کې داسې خبرې کوي لکه ګواکې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د جمهوري دورې په پرتله ډېر بدلون نه دی کړی او هغوی لا هم له ازادۍ برخمنې دي؛ هغه ادعا چې د هغې په وینا له واقعیت سره هېڅ سمون نه لري.
هیله نجیبالله ویلي چې ښځې په افغانستان کې له محدودیتونو، پوښتنو ، پلټنو او پراخو فشارونو سره مخ دي، خو دا وضعیت په ډېرو نړیوالو بحثونو کې سم نه انعکاس کېږي.
هغې همدارنګه د ملګرو ملتونو د یوې افغانې ښځینه کارکوونکې د وژل کېدو راپورونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې انجونې په افغانستان کې لا هم د زدهکړې له حقه محرومې دي.
هغې زیاته کړې چې په ځینو ولایتونو کې، د هرات په ګډون، داسې راپورونه خپاره سوي چې ښځې د خپلو جامو د ډول له امله تر څېړنو او پوښتنو لاندې نیول کېږي، او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه ډېری څرګندونې د محدودو او شخصي تجربو پر بنسټ جوړېږي.




