زلمي خلیلزاد: آیت‌الله فیاض د تشیع نړۍ له مهمو څېرو څخه وو

زلمي خلیلزاد، د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي ، د نجف اشرف د علمي حوزې د ستر مرجع آیت‌الله العظمی شیخ محمد اسحاق فیاض د وفات په غبرګون کې د خواخوږۍ پیغام خپور کړ.
زلمي خلیلزاد: آیت‌الله فیاض د تشیع نړۍ له مهمو څېرو څخه وو

زلمي خلیلزاد، د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي ، د نجف اشرف د علمي حوزې د ستر مرجع آیت‌الله العظمی شیخ محمد اسحاق فیاض د وفات په غبرګون کې د خواخوږۍ پیغام خپور کړ.

خلیلزاد په هغه پیغام کې چې په اېکس ټولنیزه شبکه کې یې خپور کړی، د دې سترې ضایعې په اړه د خواخوږۍ څرګندونه کړې او د دغه ديني مرجع علمي او ديني مقام یې ستایلی دی.

هغه لیکلي چې آیت‌الله فیاض، چې د افغانستان د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی وو، د اسلامي علومو په برخه کې د کلونو علمي هڅو او فعالیتونو له لارې وتوانېد چې د تشیع نړۍ له پېژندل سویو او اغېزمنو عالمانو څخه سي.

د خلیلزاد په وینا، دغه دیني عالم عراق ته له کډوالۍ او د نجف اشرف په علمي حوزه کې له حضور وروسته د شیعه نړۍ له لوړو مراجعو څخه وګرځېد او په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونه شیعیان د هغه له نظرونو او فتواوو څخه پیروي کوي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي همدارنګه ټینګار کړی چې آیت‌الله فیاض د اسلامي نړۍ د علماوو او دیني مرکزونو ترمنځ د پراخ درناوي څخه برخمن وو او د تدریس، څېړنې او د ديني زده‌کړو د شاګردانو د روزنې په برخه کې یې لسیزې فعالیت کړی دی.

د دغه ستر شیعه مرجع د وفات په مناسبت، سیاسي څېرو، مذهبي مشرانو او دیني بنسټونو په افغانستان، عراق او په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې د تسلیت پیغامونه خپاره کړي او د هغه له علمي، فقهي او ديني خدماتو یې ستاینه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x