د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د د کاناډا استازولۍ اعلان کړی چې د «د افغانستان د دوستانو ډلې» غونډه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د چارواکو په ګډون ترسره سوې ده.
د کاناډا استازولۍ د جوزا په ۱۶مه نېټه د شنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې په دې غونډه کې د افغانستان سیاسي، اقتصادي، بشري او د بشري حقونو وضعیت تر څېړنې او ارزونې لاندې نیول سوی دی.
دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د کاناډا د استازولۍ په کوربهتوب ترسره سوې او په ترڅ کې یې کاناډایي چارواکو او د نړیوالو بنسټونو استازو د افغانستان د روانو بدلونونو او د دې هېواد د ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
د دې غونډې جوړېدل په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان لا هم له ژور اقتصادي بحران، پراخو بشري اړتیاوو او د بشري حقونو له زیاتېدونکو محدودیتونو ، په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو پر وړاندې د محدودیتونو سره مخ دی.
«د افغانستان د دوستانو ډله» د ملګرو ملتونو له مهمو ډیپلوماټیکو میکانیزمونو څخه ګڼل کېږي چې د افغانستان د ثبات، پراختیا او بشري مرستو د ملاتړ لپاره د هېوادونو د موخو او اقداماتو د همغږۍ په هدف فعالیت کوي.
کاناډا هم د دې ډلې له فعالو غړو څخه ده او د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په راجلبولو کې مهم رول لري.
دا مشورتي خبرې د افغانستان اړوند د دوو مهمو پېښو په درشل کې په ملګرو ملتونو کې ترسره سوې دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د یوناما د ماموریت د غځولو موضوع وڅېړي او تمه کېږي چې په دې اړه غونډه د جوزا په ۲۷مه نېټه ترسره سي. همدارنګه یوناما به د دوشنبې په ورځ، د جوزا په ۱۷مه، د افغانستان د وضعیت په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړي.
په همدې حال کې، جورجټ ګانیون ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ سرپرستې ، د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو د مرستیال استازي سره د افغانستان د روان وضعیت او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.




