اروپايي رسنۍ «یوراکتیو» بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د بلنې په اړه د اروپايي ټولنې پر پرېکړې نیوکه کړې او د دې اقدام د سیاسي او بشري حقونو اړوند پایلو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
دې رسنۍ یادونه کړې چې د طالبانو یو شمېر چارواکي، د دې ډلې د پوهنې وزیر ، حبیبالله آغا په ګډون، د بشري حقونو د نقض او د انجونو د زدهکړو په محرومولو کې د رول له امله د اروپايي ټولنې د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.
یوراکتیو لیکلي چې په بروکسل کې د پلان سویو خبرو تمرکز به په عمده ډول د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو او بېرته ستنولو پر موضوع وي، خو د داسې غونډو جوړېدل د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اروپايي ټولنې له اعلان سویو دریځونو سره د همغږۍ په اړه پوښتنې راپورته کوي.
دې رسنۍ ټینګار کړی چې اروپايي ټولنې په تېرو کلونو کې څو ځله د ښځو او انجونو په اړه د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او د دې ډلې له خوا لګېدلي تعلیمي، کاري او ټولنیز محدودیتونه یې غندلي دي.
د یوراکتیو په باور، له طالبانو سره هر ډول رسمي تعامل، پرته له دې چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو د حقونو په برخه کې څرګند پرمختګ رامنځته سي، ښايي د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او د اروپا د عامه افکارو د یوې برخې له نیوکو سره مخ سي.




