د امریکا د استازو جرګې د پنجشنبې په سهار یوه پرېکړهلیک تصویب کړ چې له مخې یې د دغه هېواد ولسمشر اړ کېږي چې د ایران له جګړې څخه د امریکا پوځ وباسي.
د امریکا د استازو جرګې د ۲۱۵ موافقو رایو په مقابل کې د ۲۰۸ مخالفو رایو په اکثریت یوه پرېکړهلیک تصویب کړ چې له مخې یې د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو په برخه کې د ډونالډ ټرمپ صلاحیتونه محدودېږي. په دې رایهاچونه کې د جمهوري غوښتونکو څلور استازي هم د دموکراتانو له ډلې سره یوځای سول او د دې طرحې ملاتړ یې وکړ.
دا د امریکا د استازو د جرګې په روان کال کې څلورمه هڅه وه چې دا ډول پرېکړهلیک تصویب کوي. تر دې وړاندې هڅې (چې یوه یې د ۲۱۲-۲۱۲ مساوي پایلې سره پای ته رسېدلې وه) ناکامې سوې وې. دا پرېکړهلیک د ۱۹۷۳ کال د جګړې د صلاحیتونو د قانون پر بنسټ ترتیب سوی او ټرمپ مکلفوي چې پرته له دې چې د کانګرس څرګنده اجازه ولري، امریکایي ځواکونه له ایران سره د مستقیمې نښتې څخه وباسي.
تر دې وړاندې، د امریکا سنا مجلس د مې په ۱۹مه نېټه، د ۵۰ موافقو رایو په مقابل کې د ۴۷ مخالفو رایو په اکثریت د دې پرېکړهلیک د وړاندې تګ په ګټه رایه ورکړې وه. په هغه رایهاچونه کې هم څلور جمهوري غوښتونکي سناتوران له دموکراتانو سره یوځای سوي وو.
د پرېکړهلیک برخلیک
اوس دغه پرېکړهلیک د امریکا سنا ته لېږل کېږي. که چېرې په سنا کې هم وروستی تصویب ترلاسه کړي، د ډونالډ ټرمپ دفتر ته به واستول سي.
تمه کېږي چې ټرمپ به دغه پرېکړهلیک رد کړي. د ولسمشر د رد پرېکړې د لغوه کولو لپاره په استازو جرګه او سنا دواړو کې د غړو د درېیمې برخې دوه برخې اکثریت ته اړتیا ده، چې د کانګرس اوسني جوړښت ته په کتو سره ډېر ناشونی ښکاري.
کارپوهان دا اقدام تر ډېره سمبولیک او سیاسي بولي. د دوی په باور، دغه رأیهاچونه د جمهوري غوښتونکو ترمنځ د اختلاف او له ایران سره د پوځي ښکېلتیا د لوړو لګښتونو پر وړاندې د نارضایتۍ څرګندونه کوي؛ هغه جګړه چې تر اوسه یې امریکا ته میلیاردونه ډالر لګښت اړولی دی.
دا پرېکړهلیک په عملي ډول داسې نه ښکاري چې د ټرمپ تګلارې به بدلې کړي، خو پر هغه د سیاسي او رسنیز فشار کچه به لوړه کړي.
سپینه ماڼۍ: پرېکړهلیک د اساسي قانون خلاف دی
هممهاله د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د ټرمپ د جګړهییزو واکونو د محدودولو د پرېکړهلیک د تصویب په غبرګون کې د «اېبيسي نیوز» شبکې ته ویلي چې هغه پرېکړهلیک چې د امریکا استازو جرګې تصویب کړی، د اساسي قانون خلاف دی.
دغه امریکايي چارواکي زیاته کړه: «ولسمشر ټرمپ به د خپل هېواد د ملي امنیت د ساتنې لپاره له قانوني واکونو څخه کار اخیستلو ته دوام ورکړي.»




