باخبره سرچینو راپور ورکړی چې مولوي بحردین جوزجاني، د مارشال عبدالرشید دوستم له نږدې کسانو او د هغه پخوانی سلاکار، افغانستان ته له راستنېدو وروسته د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول سوی دی.
د سرچینو په وینا، جوزجاني شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتي مسوولینو د بلنې له مخې افغانستان ته داخل سوی وو، خو له لنډې مودې وروسته د دغې ډلې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول سوو.
د موجودو معلوماتو له مخې، نوموړی اوس د طالبانو د استخباراتي ادارو تر څېړنو او پوښتنو لاندې دی. خو تر اوسه د طالبانو چارواکو د هغه د نیولو د لامل او حقوقي وضعیت په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې.




