طالبانو له ایټالیا څخه د درې افغانانو د وژنې د شفافې څېړنې غوښتنه وکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د درې افغان وګړو د وژل کېدو پېښه وغندله او دا اقدام یې «ظالمانه»، «دردناکه» او «غیرانساني» وباله.
کمک دو میلیون یورویی ایتالیا برای مهاجرین عودت‌کننده افغانستانی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د درې افغان وګړو د وژل کېدو پېښه وغندله او دا اقدام یې «ظالمانه»، «دردناکه» او «غیرانساني» وباله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې اعلان کړی چې له ایټالیايي چارواکو غواړي دا پېښه په شفاف او عادلانه ډول وڅېړي، عاملان یې د عدالت منګولو ته وسپاري او د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د حقونو د تأمین او عدالت د پلي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

دغه وزارت همداراز په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، انساني کرامت، امنیت او بنسټیزو حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره اغېزمن تدابیر ونیول سي.

ددغه راپور له مخې، تیره ورځ د ایټالیا په سوېل کې د کالابریا په سیمه کې درې افغان وګړي او یو پاکستانی وګړی په یوه موټر کې ووژل سول.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x