د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د جوزا په ۱۲مه، د سېشنبې په ورځ، د خپلې یو اتیایمې ناستې رئیس، مرستیالان او د اصلي کمېټو د مشرتابه پلاوي غړي وټاکل.
په دې لړ کې، نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د دغې ناستې د رئیس د مرستیالانو له ډلې څخه وټاکل سوو.
د دغو ټاکنو پر مهال، خلیل الرحمان ، د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزیر، د ۱۹۰ غړو له ټولټال رایو څخه د ۹۹ رایو په ترلاسه کولو سره د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د یو اتیایمې ناستې د رئیس په توګه وټاکل سوو.
نصیر احمد فایق د عمومي غونډې د رئیس د مرستیال په توګه د افغانستان ټاکل کېدل تایید کړل او دا یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ لپاره یوه مهمه لاستهراوړنه وبلله.
د فایق په وینا، دغه بریا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د پرلهپسې هڅو او فعالیتونو پایله ده.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو په کاري اجنډا کې د افغانستان د موضوع ځای او اهمیت د دې لامل سوی چې افغانستان د عمومي غونډې د رئیس د مرستیالانو له ډلې وټاکل سي.
فایق څرګنده کړه چې افغانستان لا هم د سیمهییزو او نړیوالو کړکېچونو تر اغېز لاندې دی او په ورته وخت کې د نړیوالې ټولنې پاملرنه د دغه هېواد مسایلو ته په تدریجي ډول کمه سوې ده. د هغه په باور، په داسې شرایطو کې د عمومي غونډې د رئیس د مرستیال په توګه د افغانستان ټاکل کېدل ځانګړی اهمیت لري.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست زیاته کړه چې دغه ټاکنه طالبانو او د افغانستان وګړو ته یو څرګند پیغام لري؛ هغه پیغام چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي لا هم د دې هېواد د وګړو په استازیتوب په نړیوالو بنسټونو کې حضور لري او د هېوادوالو د حقونو د دفاع او د افغانستان د کړکېچ لپاره د سیاسي حللارو د موندلو هڅې کوي.
هغه همداراز خبر ورکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه به د جون په اتمه د افغانستان په اړه ترسره سي او هیله یې څرګنده کړه چې دغه غونډه به د نړیوالې ټولنې له پرېکندو دریځونو او عملي اقداماتو سره مل وي.
فایق ټینګار وکړ چې د افغانستان وګړي تمه لري چې د نړۍ د هېوادونو پرېکړې او اقدامات د افغانستان د وضعیت په اړه، د وګړو لپاره د هیلې د رامنځته کولو ترڅنګ، طالبانو ته هم یو څرګند او جدي پیغام ولري.




