د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ جمعهخان فاتح، په زابل ولایت کې د طالبانو د والي مرستیال، د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې د خپلې وینا پر مهال د طالبانو د ځواکونو په منځ کې د خپل نفوذ او مقام ته په اشارې سره ادعا کړې چې لږ تر لږه ۱۰ زره جنګیالي د هغه تر واک لاندې دي.
د سیمه ایزو سرچینو په وینا، فاتح په دې وینا کې هڅه کړې چې خپل نظامي توان او د نفوذ کچه څرګنده کړي.
هغه همداراز د پراخ ولسي ملاتړ او د طالبانو په منځ کې د خپل مقام په اړه خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې له مهم ملاتړ څخه برخمن دی.
په زابل ولایت کې د طالبانو د والي مرستیال ، د خپلې وینا په یوه برخه کې د کندهار د رهبري له حلقې سره د خپل اختلاف په اړه خپاره سوي راپورونه رد کړي دي. هغه دغه راپورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې د هغه او د طالبانو د لوړپوړو مشرانو ترمنځ هېڅ ډول اختلاف یا کړکيچ شتون نه لري.
د جمعهخان فاتح څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د ډلو دننه د سیالیو، د سرچینو پر سر د اختلافاتو او د طالبانو د ځینو بانفوذه څېرو ترمنځ د شخړو په اړه راپورونه په یو شمېر ولایتونو کې خپاره سوي دي؛ داسې موضوع چې طالبانو تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید کړې.
ځینې سیاسي شنونکي باور لري چې د فاتح له خوا د واک لاندې د ځواکونو شمېر ته اشاره او د داخلي اختلافاتو ښکاره ردول ښايي د طالبانو د داخلي یووالي د څرګندولو او د دې ډلې د جوړښت په اړه د موجودو اټکلونو د ځواب ورکولو هڅه وي.




