ظریفه یعقوبي، د بشري حقونو فعاله او د طالبانو پخوانۍ بندي، د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې د نه شتون په اړه د ذبیح الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی چې هغه او د هغې ملګرې د بند پر مهال له بېلابېلو شکنجو او اجباري اعتراف اخیستنې سره مخامخ سوي دي.
یعقوبي په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې د طالبانو له زندانونو څخه د هغې شخصي تجربه د دې ډلې د ویاند له ادعاوو سره په ټکر کې ده. د هغې په وینا، د بند د دورې روحي او رواني اغېزې لا هم د هغې پر ژوند سیوری غوړولی او د خپل وضعیت د ښه کېدو لپاره مبارزه کوي.
دا غبرګون وروسته له هغه څرګند سوو چې د طالبانو ویاند ، ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر ولکې لاندې په توقیف ځایونو او زندانونو کې د شکنجې اړوند راپورونه رد کړل. هغه وویل چې د طالبانو د قوانینو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه او ربړونه منع ده او د نیولو له وخته تر آزادېدو پورې هېڅ ډول شکنجه نه ترسره کېږي.
یعقوبي په ځواب کې لیکلي چې هغې او د هغې ملګرو د عدالت غوښتونکو فعالیتونو له امله ۴۱ ورځې په سختو شرایطو، د انفرادي خونې په ګډون، تېرې کړې او د طالبانو د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې له شکنجې او اجباري اعتراف اخیستنې سره مخامخ سوي دي.
مجاهد همداراز د «شکنجې» او «قانوني مجازاتو» ترمنځ توپیر واضح کړی او ویلي یې دي چې هر ډول سزا یوازې د شریعت د احکامو له مخې او د افرادو د جرمونو له کچې سره سم عملي کېږي.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال د عقرب په ۱۲مه نېټه ظریفه یعقوبي او د هغې یو شمېر ملګري د کابل د دشت برچي په سیمه کې د یوې خبري ناستې پر مهال ونیول. نوموړې شاوخوا ۴۰ ورځې وروسته له زندانه آزاده سوه.
دا څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې د طالبانو ځواکونو او چارواکو په ځینو مواردو کې د ښځو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی ترسره کړی دی. د راپور له مخې، یوناما په ۲۰۲۵ کال کې د جنسي تاوتریخوالي ۲۱ پېښې، چې د ۱۵ ښځو او ۶ انجونو پر وړاندې د ډلهییز تېري موارد هم پکښې شامل دي، ثبت او مستندې کړې دي.




