د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ څوارلسم پاپ لېو ، د نړۍ د کاتولیکانو مشر ، په واتیکان کې له رسولانو ماڼۍ څخه په خپله اونیزه وینا کې د نړۍ مشران د «عادلانه او تلپاتې سولې» د ترلاسه کولو لپاره صادقانه هڅو ته راوبلل.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، پاپ لېو په دې وینا کې هیله څرګنده کړه چې «الهی حکمت دې د قدرت لرونکو وجدان روښانه کړي او د هغوی پرېکړې دې د عادلانه او تلپاتې سولې د رښتیني تعقیب لور ته هدایت کړي.»
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د تېرې میاشتې په ترڅ کې کاتولیک کلیسا په پراخه کچه د نړۍ د سولې لپاره دعاوې کړې دي.
پاپ لېو د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «ګرانو وروڼو او خویندو، د مې میاشتې په اوږدو کې، په ځانګړي ډول د سپېڅلي تسبیح د دعا له لارې، د سولې غږ د ټولې کلیسا له لوري اورېدل سوی دی. دا غږ لکه نه ماتېدونکې کړۍ، هغه وګړي چې د جګړې او تاوتریخوالي له امله رنځ وړي، د سپیڅلې مریم شفاعت ته سپارل سوي دي.»
د یادونې وړ ده چې ، څوارلسم پاپ لېو په وروستیو میاشتو کې څو ځله د ایران پر وړاندي د جګړې مخالفت څرګند کړی او په دې برخه کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نظرونو سره بېلابېل دریځونه خپل کړي دي.




