د پاکستانۍ ورځپاڼې «اکسپرس ټریبیون» د دوشنبې په ورځ (د جوزا په ۱۱مه) راپور ورکړی چې طالبانو په غیر رسمي ډول اسلامآباد ته خبر ورکړی چې د طالبانو مشر ، ملا هبتالله اخندزاده ، د تحریک طالبان پاکستان ته خبرداری ورکړی چې خپل بریدونه د پاکستان په خاوره کې ودروې.
سره له دې ، د پاکستاني چارواکو په وینا، دا اقدام کافي نه دی بلل سوی او هغوی ټینګار کړی چې تر اوسه هېڅ عملي او د تایید وړ اقدام د طالبانو له لوري نه دی لیدل سوی.
دغه پاکستانۍ رسنۍ په خپل راپور کې لیکي چې دا پیغام د طالبانو د هڅو یوه برخه ده څو پاکستان د هغو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د کنټرول په برخه کې قانع کړي چې اسلامآباد ادعا کوي له افغانستانه فعالیت کوي.
د یو پاکستاني چارواکي چې نوم یې نه دی ذکر سوی، په وینا طالبان فکر کوي چې د داسې پیغامونو په وړاندې کولو سره کولای سي زیات وخت ترلاسه کړی ، خو اسلامآباد لا هم قانع سوی نه دی. دغه چارواکي زیاته کړې چې د پاکستان اصلي ستونزه لفظي تضمینونه نه دي، بلکې د طالبانو له لوري د عملي او د اندازه کېدو وړ اقداماتو نشتوالی دی.
«اکسپرس ټریبیون» لیکلي چې پاکستان لا هم د څرګندو او د تایید وړ اقداماتو پر اړتیا ټینګار کوي او شفاهي ډاډونه د خپلو امنیتي اندېښنو د حل لپاره کافي نه ګڼي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د اسلامآباد او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي. د اپرېل میاشتې په پیل کې د پاکستان او طالبانو لوړپوړو چارواکو د چین په منځګړیتوب د ارومچي په ښار کې سره کتلي او خبرې یې کړې وې.
چین چې د دې غونډې د منځګړیتوب رول پر غاړه درلود، خبرې اترې رغوونکې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دا خبرې به د دواړو لورو ترمنځ یوې جامع هوکړې ته لاره هواره کړي.
سره له دې، پاکستان وایي چې د ارومچي تر غونډې وروسته هم په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ روانه ده او د پاکستاني چارواکو په باور دا بریدونه د افغانستان له داخلي پناه ځایونو څخه تنظیمېږي.
باخبره سرچینو «اکسپرس ټریبیون» ته ویلي چې اسلامآباد، سره له دې چې خپلې اساسي اندېښنې لا نه دي حل سوي، که د امنیتي همکارۍ په برخه کې د پرمختګ رېښتينې نښې وویني، چمتو دی له طالبانو سره د خبرو په راتلونکې پړاو کې ګډون وکړي.
د راپور له مخې، که څه هم طالبان ادعا کوي چې د دوی مشر تحریک طالبان پاکستان ته د بریدونو د درولو خبرداری ورکړی، خو د پاکستان چارواکي باور لري چې دا اقدام په یوازې توګه کافي نه دی او لا هم د طالبانو په چلند کې د وسلهوالو ډلو په اړه کوم څرګند بدلون نه دی لیدل سوی.




