طالبانو د خپل لومړي ځانمرګي بریدګر لپاره یادګاري څلی جوړ کړ

په پکتیا ولایت کې د طالبانو ادارې ، د حیات‌الله محسود لپاره، چې د دغې ډلې له لوري د طالبانو د لومړي تنکي ځانمرګي بریدګر په توګه معرفي کېږي، یو یادګاری څلی جوړ کړی دی.
گسترش محدودیت‌های رسانه‌ای؛ تصویربرداری در ادارات دولتی پکتیا ممنوع شد

په پکتیا ولایت کې د طالبانو ادارې ، د حیات‌الله محسود لپاره، چې د دغې ډلې له لوري د طالبانو د لومړي تنکي ځانمرګي بریدګر په توګه معرفي کېږي، یو یادګاری څلی جوړ کړی دی.

حیات‌الله محسود د ۱۳۸۲ کال د دلو په میاشت کې، هغه مهال چې ۱۵ کلن وو، د پکتیا ولایت د ګردې څېرې ولسوالۍ په یوه سیمه کې یې له چاودېدونکو توکو ډک موټر وچاوه.

هغه د دغه برید له ترسره کولو وړاندې د وزیرستان په دیني مدرسو کې زده‌کړې کړې وې او د راپورونو له مخې له حقاني شبکې سره یې هم اړیکې لرلې؛ هغه شبکه چې په تېرو کلونو کې یې د طالبانو د یو شمېر ځانمرګو بریدونو او پېچلو ښاري بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی وو.

له دې پېښې څخه تر دوو لسیزو ډېر وخت تېر سوی، خو طالبان لا هم حیات‌الله محسود د خپلو مهمو څېرو له ډلې ګڼي او په دې وروستیو کې یې د هغه د یاد د درناوي لپاره په پکتیا کې یو یادګاری څلی جوړ کړی دی.

د دغه یادګاري څلي جوړول په داسې حال کې ترسره کېږي چې ځانمرګي بریدونه په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د جګړې له تر ټولو جنجالي جنګي تګلارو څخه ګڼل سوي او تل یې پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x