د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د ازادۍ او عدالت غورځنګ جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې په پروان او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو پر پوستو د دوو جلا بریدونو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د ازادۍ او عدالت غورځنګ د جبهې د اعلامیې له مخې، د دغه غورځنګ جنګیالیو د جوزا په ۱۰مه نېټه د شپې شاوخوا ۱:۵۸ بجې د پروان ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ د باغ عبداللهجان په سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې چریکي برید کړی دی.
دغه جبهه ادعا کوي چې په دې برید کې یو طالب وژل سوی او یو بل ټپي سوی دی.
په یوه بله پېښه کې د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د جوزا په ۹مه نېټه د شپې شاوخوا ۳:۰۰ بجې یې په بدخشان ولایت کې د بهارک ولسوالۍ د «شرکت» سیمې ته نږدې د طالبانو یو کندک د څو راکټي بریدونو هدف ګرځولی دی.
د دې جبهې په وینا، نښته شاوخوا ۲۰ دقیقې روانه وه او د طالبانو مخکې ټاکل سوي هدفونه ویشتل سوي دي. دغه جبهه زیاتوي چې تر اوسه د طالبانو د احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات شتون نه لري.
دواړو جبهو ټینګار کړی چې په دغو عملیاتو کې د هغوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو اونیو کې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د مخالفو ډلو د نظامي فعالیتونو د زیاتېدو راپورونه ورکړل سوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.




