په بدخشان ولایت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې طالبانو یو پخوانی نظامي ، زبیر د عبدالرووف زوی نیولی دی.
د دغو سرچینو په وینا، زبیر تېر ماښام د طالبانو د یو قوماندان ، امانالدین اړوند ځواکونو له لوري په بهارک ولسوالۍ کې نیول سوی او وروسته د طالبانو د استخباراتو ادارې ته سپارل سوی دی.
سرچینو همدارنګه اعلان کړی چې دغه پخوانی نظامي د بدخشان د وردوج ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.
د نوموړي له نیول کېدو څخه یوه ورځ وروسته هم د هغه د روغتیايي وضعیت، د ساتنې ځای او برخلیک په اړه هېڅ معلومات د هغه د کورنۍ په واک کې شتون نه لري.
طالبانو تر اوسه د دغه پخواني نظامي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي او په دې اړه یې جزئیات نه دي خپاره کړي.




