د ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه د ټرمپ ادعا

ډونالډ ټرمپ ، د امریکا ولسمشر ، یو ځل بیا په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې له ایران سره هوکړې ته نږدې سوی دی.
د ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه د ټرمپ ادعا

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ ، د امریکا ولسمشر له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې ویلي: «موږ له ایران سره یوې ډيرې ښې هوکړې ته نږدې سوي یو.»

ټرمپ د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د خپلو دښمنانه دریځونو په دوام سره ادعا کړې چې نوموړي دیپلوماتیکه لاره پر نورو انتخابونو غوره ګڼي.

هغه همدارنګه ویلي چې «ایرانیان ډېر پیاوړي او مسلکي خبرې اترې کوونکي دي» او ټینګار یې کړی چې د پایلې ترلاسه کول وخت ته اړتیا لري او د احتمالي هوکړې لپاره هېڅ بیړه نسته.

ټرمپ په دې مرکه کې ادعا کړې: «زموږ ځواکونه به د هرمز تنګي له بیا پرانیستل کېدو او د ایران د اټومي دوسیې د څېړنې له پای ته رسېدو سره سم له سیمې ووځي.»

د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران اسلامي جمهوریت تل ټینګار کړی چې هر ډول خبرې باید د ملي ګټو، د بندیزونو د لیرې کېدو او د مشروع اټومي حقونو د ساتنې پر بنسټ وي او هره هوکړه باید د ایران د ملت د حقونو او غوښتنو په تأمین پورې مشروطه وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x