د طالبانو ویاند: چین کولای سي د افغانستان په اړه بې‌طرفه پرېکړه وکړي

د طالبانو ویاند په ملګرو ملتونو کې چین ته د افغانستان اړوند د خبرو اترو د رهبرۍ او د افغانستان په تړاو د پرېکړه‌لیکونو د مسودو د چمتو کولو د مسؤولیت له سپارلو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې چین د سیمې له وضعیت څخه ښه درک لري او کولای سي دغه موضوع په بې‌طرفه توګه وڅېړي.
د طالبانو ویاند: چین کولای سي د افغانستان په اړه بې‌طرفه پرېکړه وکړي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ذبیح‌الله مجاهد ، د طالبانو ویاند ، په ملګرو ملتونو کې چین ته د افغانستان د دوسیې د مدیریت د سپارلو له پرېکړې هرکلی کړی دی.

د طالبانو ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې چین د سیمې له وضعیت څخه ژور درک لري او له همدې امله کولای سي د افغانستان اړوند موضوعات په بې‌طرفه ډول او د واقعيتونو پر بنسټ وڅېړي.

د دې راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اړوند د خبرو اترو د رهبرۍ او د افغانستان په تړاو د پرېکړه‌لیکونو د مسودو د چمتو کولو مسؤولیت په ۲۰۲۴ کال کې د جاپان پر غاړه وو او له ۲۰۲۵ کال څخه دغه مسؤولیت چین ته سپارل سوی دی.

دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د افغانستان دوسیه لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مهمو بحثونو له اساسي محورونو څخه ګڼل کېږي او د دغه هېواد سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت پکښې تر څېړنې لاندې نیول کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x