محمد یعقوب مجاهد ، د طالبانو د دفاع وزیر، په مسکو کې د نړیوالې امنیتي غونډې له ګډون وروسته د شنبې په ورځ کابل ته راستون سوو.
هغه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال وویل چې د طالبانو او روسیې ترمنځ د پوځي همکاریو د تړون عملي کول به په نږدې راتلونکې کې پیل سي، او د دغه تړون د پلي کېدو او عملي کولو په اړه خبرې اترې لا هم روانې دي.
د طالبانو د دفاع وزیر د دغه تړون د محتوا په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې دواړو لورو د هغه د پلي کېدو د پړاوونو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.
د مسکو نړیواله امنیتي غونډه د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډون جوړه سوې وه، چې پکښې د سیمهییز امنیت، دفاعي همکاریو او ګډو امنیتي ننګونو اړوند موضوعات وڅېړل سول.




