رحمت‌الله نبیل: رښتيا د وېرې او سانسور له لارې نه سي پټېدلای

رحمت‌الله نبیل، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس، د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په غبرګون کې چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځواکونو او چارواکو له لوري د جنسي تاوتریخوالي په اړه خپور سوی، ویلي چې رښتيا د زندان، سانسور او د وېرې د فضا په جوړولو نه سي پټېدلای.
رحمت‌الله نبیل: رښتيا د وېرې او سانسور له لارې نه سي پټېدلای

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ رحمت‌الله نبیل، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس، د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په غبرګون کې چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځواکونو او چارواکو له لوري د جنسي تاوتریخوالي او تېري په اړه خپور سوی، ټینګار کړی چې رښتیا د زندان، سانسور، ګواښونو او د وېرې د فضا په جوړولو نه سي پټېدلای.

نبیل د شنبې په ورځ، د جوزا په نهمه، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې که د ملګرو ملتونو موندنې د افغانستان په زندانونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري په اړه سمې وي، نو دا موضوع د یوه فردي سرغړونې یا عادي پېښې له کچې لوړه ده او داسې تورونه رامنځته کوي چې د افغانستان د اوسني واکمنو اخلاقي، دیني او انساني مشروعیت تر جدي پوښتنې لاندې راولي.

هغه زیاته کړې چې طالبان نه سي کولای ټول واک او دولتي بنسټونه په خپل اختیار کې ولري، د هېواد لویې پرېکړې د امارت او شریعت په نوم وکړي، خو د داسې درنو تورونو په وړاندې ځان بې‌مسؤلیته وبولي.

د نبیل په وینا، هر هغه څه چې د افغانستان په زندانونو او توقیف‌ځایونو کې رامنځته کېږي، د طالبانو د رهبرۍ مستقیم مسؤلیت دی؛ ځکه دا ډله ځان د هېواد بشپړه واکمنه ګڼي او له وګړو د بشپړ اطاعت او بیعت غوښتنه کوي.

د دیني عالمانو پر چوپتیا نیوکه

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس همدارنګه د دغو تورونو په وړاندې د ځینو دیني عالمانو پر چوپتیا نیوکه کړې ده. هغه لیکلي: «هغه علماء چې هره ورځ د حلال او حرام، زکات، مسواک او ږیرې په اړه خبرې کوي، ولې د داسې درنو تورونو په وړاندې چوپ دي؟ آیا د انساني کرامت دفاع، د ښځو عزت او د مظلوم ملاتړ د دین له لار ښوونو څخه نه دي؟»

نبیل خبرداری ورکړی چې د ظلم په وړاندې چوپتیا بې‌طرفي نه ده، بلکې د اخلاقي، دیني او انساني مسؤلیتونو له پامه غورځول دي. هغه ټینګار کړی چې یوه ورځ به حقایق څرګند سي او وګړي به د هغو کسانو په اړه قضاوت وکړي چې د حقیقت او عدالت ترڅنګ ولاړ وو او د هغو کسانو په اړه چې چوپتیا یې غوره کړې وه.

د نبیل څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان په خپل وروستی راپور کې ویلي چې د طالبانو ځواکونو او چارواکو په ځینو مواردو کې د ښځو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی ترسره کړی دی. د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۵ کال په راپور کې ۲۱ پېښې ثبت سوې دي چې پکښې د ۱۵ ښځو او ۶ انجونو پر وړاندې د ډله‌ییزو تېريو په ګډون د جنسي تاوتریخوالي موارد شامل دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x