په واشنګټن کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال له طالبانو سره د اړیکو په تور ونیول سوو

د متحده ايالاتو فدرالي چارواکو ، میرزا کتوازی، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال، په واشنګټن ډي سي کې نیولی دی.

هغه په دې تورن سوی چې په تېرو کلونو کې یې د طالبانو اړوند د پام وړ نغدې پیسې او د سرو زرو بارونه څو هېوادونو ته، د عربي متحده اماراتو او ازبکستان په ګډون، لېږدولي دي.

باخبره سرچینې وايي چې د امریکا د امنیتي ادارو څېړنې د هغه پر پراخو اړیکو راڅرخي، په ځانګړي ډول د طالبانو له لوړپوړي مشر ، سراج‌الدین حقاني او د حقاني شبکې له غړو سره، او دا موضوع د قضیې یو مهم ټکی جوړوي.

په خپرو سویو اسنادو کې راغلي چې کتوازی سږکال د اوړي په موسم کې د امریکا له سفارت څخه په ابوظبي کې ځانګړې د کډوالۍ ویزه (SIV) ترلاسه کړې وه، چې عموماً هغو کسانو ته ورکول کېږي چې مخکې یې له امریکايي ادارو سره همکاري کړې وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x