اسحاق دار ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ، مارکو روبیو سره په لیدنه کې د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه د اسلاماباد اندېښنې مطرح کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، د ترهګرۍ پر وړاندي د مبارزې او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې کړې او په دغو برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
په دې لیدنه کې اسحاق دار په سیمه کې د کړکېچونو د کمولو او د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د ملاتړ لپاره د ډونالډ ټرمپ د هڅو ستاینه کړې ده.
مارکو روبیو هم د پاکستان د ډیپلوماټیک او منځګړي رول هرکلی کړی او د سیمې د ثبات د ساتلو لپاره یې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دواړو لورو د لیدنې په پای کې د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ د همغږۍ پر دوام او د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.




